مسکو او کیف د اوکراین په ختځ کې د شخړې د ختمولو په مقصد خبرې کوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ روسیه او اوکراین سلا شوي؛ هرڅومره ژر چې ممکنه وي؛ د اوکراین په ختیځ کې د شخړې د ختمولو په مقصد به خبرې وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي؛ د بهرنیو چارو وزیر "فرانک والټر شټاینمایر" د جمعې په ورځ د تیلفوني کنفرانس له لارې؛ د اوکراین، روسیې او فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د اوکراین د حکومتي ځواکونو او روس پلویو بیلتون غوښتونکو ترمنځ د روانې شخړې په اړه بحث وکړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل؛ توافق وشو، هرڅومره ژرچې ممکنه وي، د تماس ډلې یوه غونډه باید جوړه شي. ده ونه ویل چې دا غونډه به کله جوړیږي.

د اوکراین په شخړه کې د اپریل له میاشتې راهیسې له ۴۷۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. د دې شخړې له امله د روسیې او لویديځ اړیکې هم خراب شوي دي.