په کابل کې د دوو جهادي قومندانانو د زامنو ترمنځ نښته شوې
Your browser doesn’t support HTML5
د کابل امنیې قومندانۍ تایید کړه، چې تیره شپه په کابل کې د دووجهادي قومندانانو ترمنځ نښته کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشر فرید افضلي ازادۍ راډيوته وویل، چې نښته د جنرال جرت او پخواني جهادي قومندان رحیم دره یي د زامنو ترمنځ شوې ده.
نوموړی وایي، چې دا وسله واله نښته له لفظي شخړې وروسته شوې ده.
د نوموړي په وینا په دغه پیښه کې د ندیم په نامه د جنرال جرات زوی وژل شوی او د نوموړي دوه نور پلویان ټپيان شوي دي.
که څه هم تر اوسه د دې جګړې انګیزه نه ده معلومه، خو کابل ښاریان وایي، حکومت باید د غیرمسوله وسله والو مخه ونیسي، څو داسې پیښې تکرار نه شي.