د ملګرو ملتونو سازمان او افغان حکومت په هلمند ولایت کې هغه راکټي برید غندلی چې د واده پر مراسمو شوی او په دې اړه یې د څیړنو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د څانګړي استازي مرستیال تداماچي یاماموتو په یوې اعلامیې کې له افغان چارواکو غوښتې چې پر څیړنو سربیره داسې ګامونه واخلي چې د دې ډول پیښو مخه ونیول شي.
هغه وايي، د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو له مخې په ملکي سیمو کې د راکټونو ویشتل منع دي.
ولسمشر اشرف غني هم په یوې اعلامیې کې د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته سپارښتنه کړې چې یو ګډ صلاحیت لرونکی پلاوی سیمي ته پلټنو لپاره ولیږي.
د چهارشنبه په ورځ د سنګین ولسوالۍ په څاروان قلعه سیمه کې د واده پر مراسمو راکټ ولګید چې ۲۵ تنه ملکي وګړي په کې مړه او ۴۵ نور ټپیان شوه.
د سیمي اوسیدونکي وايي، دا راکټ مراسمو ته نژدې د ملي اردو له یوې پوستې څخه ویشتل شوی دی.