حامد کرزی: بهرنیان د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې جګړې غځوي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي بهرنیان د خپلو ګټو لپاره په دغه هیواد کې جګړې غځوي.

حامد کرزي له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې امریکا او پاکستان د افغانستان د جګړو اصلي عناصر دي او زیاتوي چې د افغانستان د سولې لپاره د دوی همکاري ډیره اړینه ده.

حامد کرزي دغه جګړه افغاني نه بلکه یوه تحمیل شوي جګړه ګڼي.

د ده په باور داسې باید ونه شي چې د بهرنیانو دهر اقدام په نتیجه کې د افغانستان خلک وځوریږي؛ ماشومان ووژل شي، افغانان زنداني شي او یا هم افغانستان وویشل شي.

بلخوا یو شمیر کارپوهان وايي ښاغلی کرزی د راتلونکو ګټو لپاره د ځان د مطرح کیدو په هدف داسې څرګندونې کوي.