کندز: د پولیسو د روزنې له ملي مرکزه ۹۰ تنه سرتیري فارغ شول

د کندز د امنیې قومندانۍ مسوولان وايي چې نن د دغه ولایت د پولیسو د روزنې له ملي مرکزه ۹۰ تنه سرتیري فارغ شول.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرورحسیني ازادۍ راډیو ته وویل چې دغو سرتیرو ته ۸ اونۍ زده کړې ورکړل شوي او په بېلابېلو ولایتونوکې به په دندو وګمارل شي.

د یو بل خبرله مخې ښاغلی سید سرورحسیني وايي چې نن پولیسو په کندزښار کې یو تن له یوه مقناطیسي ماین سره نیولی دی.

د حسیني په وینا دغه کس غوښتل دا ماین د امام صاحب ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د رنجر موټر پورې ونښلوي.