هلمند: د واده پرمراسمو یو توغندي لګیدلی چې لږترلږه ۲۶ کسان یي وژلي

د هلمند پولیس وايي، دغلته په یوه کورکې د واده پرمراسمو یو توغندي لګیدلی چې لږترلږه ۲۶ کسان یي وژلي دي.

د پولیسو ویاند فرید احمد عبید د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، په دې پېښه کې لږترلږه پنځه څلوېښت کسان ټپیان شوي دي.

نوموړې په وینا توغندۍ د چارشنبې په ماسخوتن هغه مهال د واده په مراسمو ولګیده چې سیمې ته نژدې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

د هلمند د ولایتي شورا یو غړي بشیراحمد شاکر بیا ویلي چې د وژل شویو کسانو شمېر دیرش تنه او د ټپیانو شپیته تنه دی.