د فلسطیني ادارې مشرمحمود عباس د ″ICC″سره د یوځای کېدو سند لاسلیک کړ

د فلسطیني ادارې مشرمحمود عباس د (ICC) یا د د نړېوالې جنايي محکمې سره د یوځای کېدو سند لاسلیک کړ.

د چارشنبې په ورځ د فلسطیني ادارې دا ګام، فلسطیني چارواکو ته لاره هواروي چې د اسراییلوخلاف د جنګي جنایاتو تورونه راپورته کړي.

فلسطیني اداره دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د هغه پریکړه په تصویب کې پاتې راغله چې د فلسطین له اشغال شویو سیمو څخه د اسراییلو د وتلو او تر۲۰۱۷ م کال پورې د یو فلسطیني دولت د جوړولو غوښتنه کوي.

د جرمونو نړېواله محکمه هغه اشخاص چې په بشرضد جنایاتو، ډله ییزو وژونو او جنګي جنایاتو تورن وي محاکمه کولی شي.

اسراییل او د امریکا متحده ایالتونه د جرمونو له نړېوالې محکمې سره د فلسطین د یوځای کېدو سخت مخالف دي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون په یو بیان کې وویل، دا ګام به خپله فلسطینیان د حماس د ملاتړ له کبله چې دده په وینا یو تروریستي ډله ده له عدلي چلن سره مخ کړي.

نتنیاهو همدارنګه وویل چې د فلسطیني ادارې د دې اقدام په وړاندې به ځوابي اقدامات وکړي.