کابل: په احمدشاه بابا مینه کې یوه ډله نیول شوې چې په غلاوو او وژنو کې يي لاس درلود

د کابل پولیسو د احمد شاه بابا مینې په سیمه کې یوه پنځه کسیزه ډله نیولې چې په وسله والو غلاوو او وژنو کې یې لاس درلود.

د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي نن خبریالانو ته وویل چې، دغې ډلې په وروستیو کې په ارزان قیمتو کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.

نوموړي وویل چې، نیول شویو کسانو د کابل جلال آباد پر لاره غلاوې هم کولې او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.