د کورنیو چارو وزارت وایې، دوي به په ټول وس د وسله والو مخالفینو پر وړاندې له سیمه ییزو پاڅون کوونکو سره مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن دغه څرګندونې ازادۍ راډيوته وکړې:
″په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان ټول خلک او حکومت د پاڅونونو ملاتړ کوي.
هرهغه شی چې موږ په واک کې ولرو، له خلکو سره کوښښ کوو همکاري وکړو څو ټوله په یوه غږ د وسله والو پر وړاندې ودریږو.″
دا مساله له هغې وروسته مطرح شوه چې، د کونړپه دانګام او نورګل او دغه راز د کندهار په میوند ولسوالیو کې سیمه ییزو پاڅون کونکو د وسله والو مخالفینو پر وړاندي د حکومت له نه همکارۍ شکایت وکړ.