د کاناډا پولیس په ″ایډمنټن″ کې د یوې اته کسېزې ډله ییزې وژنې په اړه څیړنه کوي

د کاناډا پولیس چې د دې هېواد په لویدیځ ښارایډمنټن کې د یوې اته کسېزې ډله ییزې وژنې په اړه څیړنه کوي، وایي:

داسې بریښې چې دا یوه کورنۍ شخړه وه او یوه سړي دا قتلونه کړي دي.

پولیس وایي، د ډسمبرپه ۲۹ مه او دیرشمه شپږتنه لویان او دوه کوچنیان یوه روحي ناروغ سړي وژلي او خپل ځان یي هم وژلی دی.

کوچنیان له لسو کالو څخه د ټیټ عمر وو.

راپورونه وایي، دغه سړي په ایډمنټن ښارکې د دوو ورځو موده کې په دووساحو کې اته کسان ووژل او وروسته یوه نږدې ښارګوټې ته تللی او هلته یي په یوه رستوران کې خپل ځان هم وژلی دی.

پولیسو دا وژنه د دې ښارپه تاریخ کې ترټولو ناوړه پیښه بللې ده.