اسرائیلو وروسته له هغې خوښې څرګنده کړه چې د ملګروملتونو امنیت شورا په لږتفاوت سره د هغه پریکړه لیک مسوده رد کړه چې له لویدیځې غاړې او ختیځ بیت المقدس نه د اسرائیلو د وتلو او په ۲۰۱۷ م کال کې د یوه خپلواک فلسطینې دولت د جوړیدو غږ کوي.
د فلسطینیانو دا پریکړلیک چې د سې شنبې په ورځ امنیت شورا ته وړاندی شو، د دې شورا د دایمي غړیو روسیې، چېن او فرانسې په ګډون، اتو هېوادونو یي په ملاتړ رایي ورکړې، خو د امریکا متحده ایالاتو رد کړ.
د پریکړه لیک د تصویب لپاره د امنیت شورا د نهو غړیو د تائید رایو اړتیا وه او که چېرې امریکا مثبته او یا هم مستنکفه رايي ورکړې وه، بیا به هم تصویب شوی وای.
اسټرالیا هم د پریکړه لیک پرضد رايي ورکړه او د بریتیانیا په ګډون، د امنیت شورا پنځو نورو دائمي غړیو هېوادونو مستنکفې رایي ورکړې.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرتاهي هانیګبي وویل، هر اسرائیلي چې زموږ له ګاونډیانو سره د سولې غوښتونکې وې، د امنیت شورا د رایي په اړه به خوښ وي.
په ملګروملتوکې د امریکا سفیرې سمانتا پاور وویل، په دې پریکړه لیک کې یوازې د یوه لورې اندیښنې مطرح شوي او د دوو دولتونو د جوړیدو هلې ځلې ممکن له منځه یوسي.