روسي څارنوالانو ادعا کوي چې د ګازپروم د مسکو ښارهوا کثيفه کړې

روسي څارنوالانو د ګاز پروم اړوند ګازنفت يوې تصفيه خانې پر وړاندې د پلټنې په مقصد دوسيه پرانستلې ده.

دوی دا ادعا کوي چې دغه شرکت د مسکو د ښارهوا کثيفه کړې ده.

د مسکو د ښارد څارنوال دفتر پرون د دې خبرې اعلان وکړ.

پر دې شرکت دا ادعا ده چې ګازپروم د مسکو په هوا کې خطرناک کيمياوي مواد خوشې کړي دي. خو د ګازپروم شرکت دغه ادعا ردوي.

دا لومړی ځل دی چې د روسيې د چاپېريال ساتنې ادارې داسې ادعا کړې ده او دا له هغه وروسته چې د نومبرپه مياشت کې د مسکو ځيني برخو سخت تعفن وکړ.

هغه وخت د سيمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شو چې په کورونو کې دننه اوسي او د کورونو کلکينونه بند وساتي.