د پاکستان پولیسو ننهغه مشکوک ترورویست؛ بېرته نیولی چې د هند په ستر صنعتي ښار ممبيی کې يې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د تروریستي حملې پلان جوړ کړی و.
په دې حمله کې لږترلږه ۱۶۶ تنه وژل شوي و.
پاکستاني چارواکونن وویل چې ذاکر الرحمن لکوي د یوې بلې مسالې په تړاو؛ نیول شوی، خو په دې اړه یې نورجزیات نه دي ورکړي.
د لکوي وکیل ویلي چې د خپل موکل د نیول کیدو پر ضد به د استیناف محکمې ته عرض وکړي.
په ممبيي کې د ۲۰۰۸ میلادي کال له تروریستي حملې سره په تړاو؛ په پاکستان کې لږترلږه اوه مشکوک کسان نیول شوي چې لکوي هم په کې شامل دی.
د پاکستان یوې محکمې څو ورځې مخکې لکوي د کافي شواهدو د نشتوالي له امله؛ په ضمانت خوشې کړ.
خو د پاکستان ځواکونو نن لکوي د یوه ځانګړي قانون له مخې چې د امنیتي تهدید پيښونکو د ۳۰ ورځې توقیف اجازه ورکوي، نیولی دی.