د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې تیره ورځ یې په دې ولایت کې د چاودېدونکو موادو ډکه یوه ډیپو کشف کړې ده.
د بغلان امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل آزادۍ راډیو ته وویل چې دا ډیپو یې تیره ورځ ناوخته د پلخمري ښار په مربوطاتو کې کشف کړه.
نوموړي وړاندې وویل چې په دې ډیپو کې د سلو په شاوخوا کې د موشک مرمۍ او یوه شمېر نور مهمات موجود وو.
ښاغلي امر خیل وویل چې له دې مهماتو څخه وسله والو مخالفینو په خپلو بریدونو کې استفاده کوله.