په جوزجان ولایت کې، د دولت له وسله والو مخالفينو څخه ۲۰۰ کسه؛ د سولې په بهير کې له دولت سره يو ځای شوي دي.
د افغانستان د جمهوري رياست لومړی مرستيال؛ عبدالرشيد دوستم وايي، د جمهور جمهور ریيس محمد اشرف غني له هدايت سره سم يې په هغه مراسمو کې چې په همدې مقصد د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې جوړ شوي وو؛ برخه واخيسته. ده دا اقدام د افغانستان د شمال لپاره د سولې او ثبات د ټنګېدو پيل وباله.
ښاغلي دوستم د خپل فېس بوک پر پاڼه لیکلي چې د افغانستان حکومت به د هغو خلکو لپاره د کار په زمينه برابرولو کې له هيڅ ډول هڅو څخه مخ نه اړوي چې له دولت سره يو ځای کيږي.
له دې مخکې، هغو کسانو چې د افغانستان د سولې له بهير سره يو ځای شوي وو؛ شکايت کاوه چې دولت د دوی وضعيت ته جدي پام نه کوي.