په ارزګان کې وسلوالو روغتیايي کارکوونکي تښتولي

نجیب الله الوخېل

د ارزګان ولایت چارواکي وايي، چې تېره ورځ د یاد ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ په عاشیرو سیمه کې د وسلوالو له لوري د روغتیايي کارکوونکو یوه څلور کسیزه ډله تښتول شوې ده.

د ارزګان د ولایت مقام د ویاندوی له دفتر څخه مشال راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تښتول شوي کسان د افغانستان د روغتیايي او پرمختیايي خدماتو د موسسې کارکوونکي ول، چې د وسلوالو له لوري نامالوم لوري ته بیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ډاکټرانو دې ډلې غوښتل، چې د خاص ارزګان ولسوالۍ عاشیرو سیمې اوسیدونکو ته روغتیايي مرستې ورسوي، چې په لاره کې د وسلوالو له لوري تښتول شوي دي.

په تښتول شویو کسانو کې درې تنه ډاکټران: "ډاکټر عتیق الله، ډاکټر حمد الله او ډاکټر سلطان" همدارنګه د خیرالله په نامه د دوی یو تن موټر چلونکی هم شامل دی.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ویلي، چې په دې اړه ځايي امنیتي او کشفي ادارو پلټنې پیل کړي ترڅو د تښتونکو سیمه مالومه او تښتول شوي کسان د دوی له منګولو ازاد کړي.

نایاب زیاتوي، چې د یادې موسسې روغتیايي کارکوونکي د خپلو اصولو او د ناپییلتوب د اصل له مخې ډیری وخت ناامنو او لیرې پرتو سیمو ته په خپل سر پرته له دې چې امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي په ګروپي شکل سفرونه کوي.