د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې له تخنیکي پلوه د ولسي جرګې انتخاباتو ته پوره چمتو دی؛ خو ممکن د بودجې د کمښت له امله دا کار وځنډيږي.
دا خبرې د دې کمیسیون کمیشنرې لیلا احراري له خبریالانو سره په خبرو کې وکړې.
تر دې مخکي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي وو چې د ولسي جرګې انتخابات بهپه خپل خپل ټاکل شوي وخت ترسره شي.
د اساسي قانون د ۸۳ مادې په اساس د ولسي جرګي کاري دوره د ۱۳۹۴ کال د سرطان په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي.