د کونړ چارواکي وايې چې په دانګام ولسوالۍ کې د جګړې له امله له بې ځایه شویو خلکو سره مرستې د قناعت وړ نه دي.
د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال له شپږ سوو څخه ډيري کورنۍ په ناوړه وضیعت کې ژوند کوي.
نوموړي وویل چې له مرکز کابل نه باید دغو بې ځایه شویو کورنیو سره کافي مرستې وشي.
په کونړ کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ له تیرو ۱۶ ورځو راهسې جګړه روانه ده چې د دفاع وزارت په خبره د دې ولسوالۍ ستراتیژیکې سیمې امنیتي ځواکونو نیولې دي.