د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وایي چې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت له ختم سره؛ د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه، په مسولانه ډول پای ته ورسیده.
د امریکا ولسمشر پرون (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت د بشپړیدو هرکلی کوي.
ناټو تړون پرون په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ خپل پوځي ماموریت د رسمي مراسمو په ترځ کې پاي ته رسیدلی اعلان کړ.
د ناټو تړون نوی غیر جنګي ماموریت/ملکي ماموریت به د ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو کې پيل شي.
د دې ماموریت لپاره به د ناټو یو شمیر پوځيان په افغانستان کې پاتې کیږي چې اته زره به یې امریکايیان وي.
په عین حال کې، د وسله والو طالبانو خبرپاڼه وايي چې د وروستي بهرني عسکر تر وتلو پورې به، جګړه جاري وساتي.