اذربایجان: پولیسو د ازادي راډیو یوشمېر کارکوونکي ونیول

د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پولیسو نن د ازادې اروپا- آزادۍ راډیو ګڼ شمېر کارکوونکي د تحقیقاتو لپاره ونیول.

دا اقدام دوه ورځې وروسته له هغه کېږي چې امنیتي مامورینو په باکو کې د ازادۍ راډیو دفتر دفتر له تلاشۍ وروسته بند کړ.

پولیس نن سهار د ازادۍ راډیو د اذري څانګې د ورځنیو خپرونو د کوربه کامران محمودوف کورته په زور ننوتل او هغه یې ونیو.

د محمودوف مېرمن لطیفه وايي؛ پولیسو حتی د دې خاوند ته اجازه ورنه کړه چې خپل بوټ په پښو کړي یا جامې بدلې کړي. پولیسو د ازادۍ راډیو د باکو د دفتر د روسي ژبې اډېټر چنګیز سلطانسوی او همداراز صفاکاره متانت ابدینووا هم توقیف کړل.

د آزادۍ راډیو دا کارکوونکي وروسته د دولتي څارنوالۍ د درنو جرایمو څانګې ته د نورو تحقیقاتو لپاره بوتلل شول.

د څارنوالۍ مامورینو د جمعې په ورځ په باکو کې د آزادۍ راډیو د دفتر کمپیوټرونه او اسناد ضبط کړل، کارکوونکي یې واېستل او دفتر یې بند کړ.

د اذربایجان د حاکم ګوند یوه جګپوړي مقام سیاووش نوروزوف د باکو د دفتر د بندولو دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا د اذربایجان د ملي امنیت اړونده مسئله ده. نوموړي سیمه ایزو رسنیو ته ویلي دي چې د جاسوسۍ د مخنیوي لپاره د دې دفتر بندول ضروري و.

په اذربایجان کې د ازادۍ راډیو دفتر په داسې حال کې بندېږي چې په دې هېواد کې د خپلواکو ژورنالیستانو، فعالانو او د غیرحکومتي ادارو ځپل دوام لري.