چارواکي وايي چې د لغمان په الینګارو ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه ملکي کسان وژل او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک آزادۍ راډیو ته وویل چې پېښه نن غرمه مهال شوې ده په بازار کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په دې چاودنه کې د لغمان د قومي شورا یو غړي ملک نیاز محمد هم وژل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.
تر دا مهاله د یادو پېښو په اړه د دولت وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي.