د کونړ د دانګام ولسوالۍ له جنګ ځپلو اوسیدونکو سره یوه افغان سوداګر د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته وکړه.
د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله د مرستو د ویش پر وخت چې ارزښت یې یو نیم میلیونه افغانۍ کیږي له ټولو شتمنو او مرستندویه ټولنو وغوښتل چې دانګام له خلکو سره مرسته وکړي.
د دانګام په ولسوالۍ کې سلګونه وسله والو مخالفینو د سیمه ییزو پاڅون کونکو او دولتي عسکرو په ضد جګړه وکړه چې په نتیجه کې یې ګڼشمیر کورونو خپلې کډې نورو سیمو ته یوړې.