بې پولې خبريالانو د ازادي راډیو د اذري څانګې پر دفتر چاپه غندلې ده

د بې پولې خبريالانو ادارې د اذربايجان په مرکز باکو کې د ازادې اروپا راډيو پر دفتر چاپه غندلې ده. د دې ادارې په وينا، دا په اذربايجان کې د رسنيو د ګڼ فکري پر ضد عمل دی.

د دغې پاريس مېشتې ادارې د ختيځې اروپا او منځنۍ اسيا د دفتر ريیس "جوهان بر" وايي؛ د الهام عليېف حکومت په منظمه توګه د اذربايجان خپلواکې خبري ادارې ځپي.

پرون حکومتي څارونکو په باکو کې د ازادې اروپا پر دفتر چاپه ووهله او کمپيوټرونه او ځانګړي دوسيې يې ضبط او دغه دفتر يې بند کړ.

د دوی په وينا، دا چاپه د هغو پلټونو برخه ده چې د بهرنيو په مالي مرستو جوړ شوي دغه دفتر څخه يې کوي.