نن د جدي شپږمه په افغانستان باندې د وخت د شوروي اتحاد د یرغل له پنځه دېرشم کال سره برابره ده.
په افغانستان باندې د شوروي یرغل لکونه افغانان ووژل او میلیونونه نور یې بې کوره کړل.
شوروي پوځیانو لومړی د وخت جمهور رییس حفیظ الله امین په دارالامان ماڼۍ کې وواژه او د خلق ډیموکراټیک ګوند پرچم پلوی ببرک کارمل یې واک ته ورساو.
د شوروي پوځیانو په دغه یرغل که څه هم پنځه دېرش کاله اوړي؛ خو لا هم د افغانستان په اکثر سیمو کې د ورانیو نښې پاتې دي او خلک یې ترخې خاطرې یادوي.
مجاهدینو هم دا ورځ توره ورځ نومولې او وايي چې د شوروي پوځیانو د افغانستان بیلابیلې برخې سخت زیانمنې کړې.