د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوټین د پوځ نوی دوکتورین یا کړنلاره لاسلیک کړه او د کریملین هغه ادعا یې منعکسه کړه چې وایي؛ لویدیځ هیوادونه په اوکراین کې د یوې کودتاه ملاتړ کوي.
کریملین د جمعې په ورځ په یوه بیان کي ویلي وو؛ جمهور رییس پوټین د پوځ نوې کړنلاره لاسلیک کړه او په کې راغلي چې روسي ځواکونه د هغو بهرنیو هیوادونو له خوا تر ګواښ لاندې دي چې د خپلو ګټو په مقصد؛ د روسیې د پولو په اوږدو کې دښمن حکومتونه جوړوي.
په دې نوي سند کي پر مسکو باندې د اروپایي اتحادیې او امریکا د بندیزونو په ګډون؛ د اوکراین د بحران د نورو اړخونو په اړه هم څرګندونې شوي دي.
د روسیې په نوي پوځي دوکتورین کې دا هم ویل شوي چې د روسیې فدراسیون پر وړاندې د بهرنیو حکومتونو او سازمانونو او د هغوی د متحدانو له خوا خطرونه رامنځ ته شوي دي.