د جدي ۶مه، د پخواني شوروي اتحاد ترخې خاطرې

Your browser doesn’t support HTML5

د جدي شپږمه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل ورځ ده. که څه هم د دغې ورځې څخه شااوخوا پنځه دېرش کاله تېرېږي خولاهم د افغانستان په ګڼ شمېرسیمو او ولایتونوکې د جګړې نښې، نښانې پاتې او خلک ورنه ترخې خاطرې لري. افغان مجاهدین هم دغه د جدي شپږمه د تورې ورځې په نوم یادوي او وايي چې افغانستان ته د شوروي پوځونو راتګ افغانانو ته په بېلابېلو برخوکې درانه زیانونه اړولي دي. افغان سیاسي کارپوهان هم د پخواني حکومتونو غلطو سیاستونو ته په انتقاد سره وايي چې د افغانستان د ورسته پاتې کېدلو او دربدرۍ یواخنې لامل د افغان سیاسیونو همدا غلط سیاستونه او بهرنیانو ته غاړه کېښودل دي