پاکستان: دوو امریکایي بې پیلوټه الوتکو په شمال لویدیځ کې ۷مشکوک وسله وال وژلي

پاکستاني چارواکې وایي، دوو امریکایي بې پیلوټه الوتکود دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د اورپکو پټن ځایونه په نښه کړي اوه تنه وسله وال مخالفین یې وژلي دي.

د پاکستان استخباراتي اداره وایي، په دې هوایي بریدونوکې په شمالي وزیرستان کې د ازبکو او پنجابي طالبانو مرکزونه په نښه شوي دي.

د پاکستان پوځ وایي، دا ښکاره ده چې د شمالي وزیرستان اتیا فیصده سیمه د پوځ د عملیاتوپه نتیجه کې له مخالفینوڅخه پاکه شوې ده.

په دغوعملیاتو کې هوایي بریدونه، هاوانونه او پیاده ځواکونه شامل دي.

پوځ دا هم وایي، د عملیاتو په ترڅ کې تراوسه ۱۵۰۰ مخالفین، ۱۲۵ سرتیري وژل شوي، خو دا شمېرې تراوسه خپلواکو منابعو نه دي تایید کړي.

د ډسمبرله ۱۶ وروسته چې په پیښورښارکې پر یوه ښونځي په برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۵۱ کسان ووژل شوه، پوځ دغه عملیات ډیرکړي دي.