امریکا: په سوریه کې غورځیدلې اردنی الوتکه داعش نه ده غورځولې

د امريکا متحد ايالتونه وايي، هغه اردني الوتکه چې په سوريه کې ولوېده، د اسلامي دولت د وسله والو سخت دريځو له لوري نه ده غورځول شوې.

دا ايف شپاړس جنګي الوتکه پرون د سوريې د شمال ختيځ د رقې ښار دپاسه بې درکه شوه.

رقه د اسلامي دولت د وسله والې ډلې اصلي مرکزګڼل کېږي.

دې ډلې د خپلو پلويانو په ويبپاڼه کې د دې جنګي الوتکې د پېلوټ څو عکسونه خپاره کړي او ويلي يې دي چې هغه ۲۶ کلن دي او معاذ صفي يوسف نومېږي.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې ادعا وکړه چې دا الوتکه يې ويشتې او غورځولې ده خو امريکايي پوځيان وايي، نښې نښانې وايي چې دا ادعا سمه نه ده.

د اردن د حکومت يوه ويندوي محمد المومني د اردن تلويزيون ته وويل چې د ايف شپاړس جنګي الوتکې اردني پېلوټ په سوريه کې د اسلامي دولت د وسله والو سخت دريځو لاس ته ورغلي دي:

″په اوسني وخت کې چې لږمعلومات لرو، فکر کوم څه چې موږ ويلای شو هغه دا دي چې حکومت به خپل کوراو خپلې کورنۍ ته د هغه د خوندي بېرته راتګ لپاره هر ضروري ګام واخلي.″

د امريکا پوځ تر اوسه پورې د دې الوتکې د لوېدو د علت په اړه څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل دی چې د امريکا په مشرۍ د اسلامي دولت د ياغيانو پرضد د ايتلافي ځواکونو يوه الوتکه لوېږي.