د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتورجان مککین له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړ.
مککین نن د ملي وحدت حکومت له اجرایي ریس عبدالله عبدالله سره وکتل او خبریالانو ته یې وویل، چې امریکا له افغانستان سره اوږدمهال مرستو ته ژمنه ده.
نوموړي په افغانستان کې د واک سوله ییز انتقال هم وستایه.
که څه هم د جان مککین د سفرهدف تر اوسه نه دی معلوم، خو دا سفرپه داسې حال کې شوی، چې د افغانستان دننه د کابینې ځنډ د ملي شورا او بېلابېلو ادارو غبرګونونه راپارولي.
جان مککین هغه امریکايي سناتوردی، چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو د پاته کیدو پلوي کړې ده.