د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو د سخت دریځو پرضد د عمل د یوه نوي ملي پلان په اړه د خبرو لپاره پرون غونډه وکړه.
دوی دا غونډه وروسته له دې وکړه چې چارواکو اعلان وکړ چې د پېښور د دسمبر د شپاړسمې نېټې د حملې ۱۰ نورو ټپیانو هم ساه پرې کړې او اوس د پېښور د پوځي ښوونځي د تلفاتو شمېر ۱۵۱ تنو ته رسېدلی دی.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف په اسلام اباد کې د هیواد د سیاسي ګوندونو له مشرانو، د پوځ له لوی درستیز او د استخباراتو له ريیس سره په غونډه کې وویل، پاکستان له یوه بې ساري حالت سره مخامخ دی او د تروریزم پر ضد د جګړې لپاره باید فوق العاده ګامونه واخیستل شي.
نوازشریف د افغانستان له لوري د دغه هیواد په ختیځ کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو هرکلی وکړ، ویې ویل چې دا د کابل د ښه نیت ښودنه کوي.
ده دا هم وویل چې پاکستان به د هغو سخت دریځو پر ضد اقدام وکړي چې له پاکستان څخه په افغانستان کې حملې کوي.