ایران: امیرحکمتي د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پای ته رسولی

په ایران کې د زنداني پخواني امریکایي پوځي کورنۍ وایي چې هغه وروسته له هغې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پای ته رسولی چې چارواکو موافقه کړې چې پر دوسیې به یي له سره غورکوي.

۳۱ کلن امیرحکمتي د ډسمبر په ۱۶ خپلې کورنۍ ته په ټیلیفون ویلي و چې دی د ډودۍ نه خوړلو اعتصاب پیلوي.

هغه همدا راز د یوه لیک یادونه کړې چې د امریکا له ولسمشربارک اوباما څخه غواړي چې دې هیر نه کړي.

په تیره بیا اوس چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې روانې دي.

حکمتي چې د ایران او امریکا دواړو تابعیت لري، په ۲۰۱۱کال کې نیول شوی او د امریکا له حکومت سره د همکارۍ په تور په لس کاله بند محکوم شوی دی.