د ايران لوړ پوړي پوځي چارواکي وايي، د هېواد ځواکونه به يې د ډسمبرپه پنځويشتمه، د ايران په جنوب کې د لوړې کچې پوځي تمرينونه پيل کړي.
د ايران د بحري قواوو قومندان حبيب الله سياري وويل، دا اووه ورځني تمرينونه (محمد رسول الله) نومل شوي دي چې په کې به اردو، بحري قوه او هوايي ځواک برخه اخلي.
د ايران د پوځي ځواکونو په وينا، د دې تمرينونو په ترڅ کې به يې د هېواد د نظامي قابليتونو څرګندونې کيږي او نوي تاکتيکونه او وسلې به ازمويل کيږي.
بريد جنرال عبدالرحيم موسوي تېره اوونۍ وويل چې دا پوځي تمرينونه څرګندوي چې ايران په سيمه کې د بهرنيانو د حضور پر خلاف دی او د دې تمرينونو پيغام سوله يېز او پر دوستۍ ولاړ دی.