د خوست یو شمېر لیکوال او روڼ اندي وايي، چې په دې ولایت کې د لیکوالو او شاعرانو په منځ کې د کتاب لیکنې بهیر ګړندۍ شوی او اوسمهال یو ډېر شمېر لیکوالو د علمي، ساینسي، ټولنیزو او نورو بیلابیلو کتابونو او شعري ټولګو لیکلو ته مخه کړې ده.
دوی وايي، چې په وروستیو کالونو کې د خوستیو لیکوالو او شاعرانو لسګونه کتابونه چاپ او خپاره شوي او د دې کتابونو د یوې برخې څخه په علمي او اکاډمیکو مرکزونو کې د علمي ماخذ په توګه او حتا د تدریس په برخو کې ورځني ګټه پورته کیږي.
یادې څرګندونې یو شمېر لیکوالو او فرهنګیانو په هغه علمي او کلتوري ناسته کې په ډاګه کړې، چې د نوموړي ولایت د یو تن لیکوال او ژورنالیست ګل شریف هڅاند د شپږ عنوانه بیلابیلو ټولنیزو، هنري، علمي او تاریخي کتابونو د لیکولو او ژباړې په ویاړ جوړه شوې وه.
مدني فعال او ژورنالیست فریدالله ظاهر په خوست کې د کتاب لیکنې د دود د خوریدو په باب ازادۍ راډیو ته وویل:
″په دې وروستیو کې په خوست کې یو شمېر لیکوالو د علمي، فرهنګي او مالوماتي کتابونو چاپ او لکینې ته مخه کړې ده، د بیلګې په توګه د بادشاه الدین مشکور اورونه په لمبو کې، سپین روان نورزي د بریالي شخصیت مشاور په نامه ژباړه، د خوست څلور کلن پرمخیون، همدارنګه ډاکټر سیف الله غریبیار طبي ډیکشنري او په دې وروستیو کې د وتلي لیکوال او ژورنالیست ګل شریف هڅاند د افغانتسان د جګړو تاریخ له سکندر مقدوني د ناټو تر راتګه هغه ګټور کتابونه دي، چې د ځوانانو د مزیدو مالوماتو له پاره ډېر ګټور دي.″
فریدالله ظاهر وړاندې وايي، چې یو شمېر نور خوستي لیکوال هم په بیلابیلو علمي او فرهنګي رسالو او کتابونو کار کوي، چې په دې توګه به د خوست لیکوال د پښتو په علمي بډاینه کې د پام وړ رول سرته ورسوي.
ګل شریف هڅاند په وروستیو څو کالونو کې شپږ عنوان کتابونه لکه،″د افغانستان د جګړو تاریخ د سکندر مقدوني نه د ناټو د ځواکونو تر راتګ پورې، یوویشتمه پیړۍ او زموږ کلی-مالت، ګیدړې لیوه څرنګه محاکمه کړ، مطبوعاتي ژانرونه، طلايي متلونه او د ټوکو ګوډۍ″ په خپله لیکلي او ځنې يې له نورو ژبو پښتو راژباړلي دي.
د ښاغلي هڅاند یو کتاب په یوویشتمه پیړۍ کې زموږ کلی-مالت نومیږي، چې په دې ټولګه کې د ټولنیزو مسائیلو تر څنګ د کلي او قوم حالات او رواجونه په ډېر ساده ډول لیکل شوي دي.
په دې ټولګې لیکوال او ژورنالیست محمدغفور مهیدي لیکنه کړې ده، په لیکنه کې راغلي، چې په دې کتاب کې د ټولنې ښه دودونه او رواجونه او تر څنګ يې هغه نیمګړي خواوې ځای شوي دي:
″د سګرټو او نورو نشه یي توکو زیانونه، د پرېښودو لارې چارې او ځانګړی تجربې يې شریکې کړې دي، په ټولنه کې د یو باب عمل چې ولور دی، هم پرده پورته کړې او دغه ناوړه دود يې د ټولنې له پاره خورا زیانمن بللی، چې همداسې هم دی.
لیکوال په دې اثر کې له بې اتفاقۍ سر ټکولی قول، وعده، پیمان، تړون او ژمنه دده له پاره خورا اهمیت لري، خو کله چې د هغې نه شتون په خپله ټولنه کې احساسوي، نو غږ کوي، چې په اتحاد، همغږۍ او یووالي کې بری دی کنه، لکه چې یو همداسې به کمزوري پاتې شو.″
ګیدړې لیوه څرنګه محاکمه کړ، دا د ګل شریف هڅاند کیسیو یوه ټولګه ده، چې نوموړي د ماشومانو له پاره ژباړلې ده، په دې ټولګه لیکوال او ژورنالیست سپین روان نورزي لیکنه کړې وه.
ده وویل، د دې کتاب لوستلو یو ځل بیا ماشومتوب ته وروست او دې ته متوجه شو، چې ماشومان باید مخکې له مخکې په ټولنه کې د ښو خلکو ویناوو او تر څنګ يې بیا د ځینو خلکو ټګۍ برګۍ ته پام وي.
لیکوال او ژورنالیست ګل شریف هڅاند په خپلو خبرو کې د پښتنو فرهنګیانو دا احساس وستایه، چې د دوی د ژبې، هنر او کلتور د بډاینې د لارې خدمتګارانو زیار ته د قدر په نظر ګوري.
ده وویل، د ټولو علمي او کلتوري فعالیتونو ستره موخه يې داده، چې پښتنو کې د جګړو ضد روحیه پیدا شي، په خپل راتلونکې فکر وکړي او دا د پیړیو تپل شویو جګړو څخه ځانونو ته د ژغورنې لارې ومومي.
د افغانستان د جګړو تاریخ د سکندر مقدوني نه د ناټو د ځواکونو تر راتګ پورې د لوی کتاب د ژباړې موخه همدا په ګوته کوي:
″په دې کتاب کې د راوسته دوه نیمو زرو کالونو د هغو یرغلونو او تیریو څخه چې زموږ په ګران هېواد د یونانیانو، فارسیانو، مغلو، انګریزانو، روسانو او نورو له خوا شوي پرده پورته شوې ده، د کتاب له لوستلو څرګندیږي، چې ګنې دا جنګ او جګړې د افغانانو پلرنۍ کسب وي، چې موږ يې د بدبخیتو کندې ته ورټېل وهلي یو او لکه چې وايي:
داسې پلرونه دې په اور وسوځي چې خپل زامن جګړې نه ستنوي
چې له لاسو يې تورې نه اخلي، هغوی ته نه وايي، چې مه وژنئ بې وزله بشر.″
یاده دې وي، په دې وروستیو کې د ګڼو خوستیو لیکوالو او شاعرانو علمي او فرهنګي کتابونه، شعري ټولګې، ناولونه، کیسۍ او د ادبیاتو د نورو ډولونو یو شمېر رسالې چاپ او خپرې شوې دي.
د خوست فرهنګیان د اړوندو حکومتي ادارو او په علمي او کلتوري ډګرونو کې د مرستندویه ټولنو څخه غوښتنه کوي، چې دکتاب لیکنې د اوسني بهیر د پیاوړتیا له پاره دې په مادي او معنوي لحاظ مرستې وکړي.
راپور: نجیب الله الوخېل