د ننګرهار په په پچیراګام کې د یوې چاودنې له امله شپږتنه وسله وال وژل شوي

د ننګرهارامنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله شپږتنه وسله وال وژل شوي.

د دې ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول حضرت حسین مشرقيوال ازادۍ راډيوته ویلي چې، تیره شپه د پچیراګام ولسوالۍ په صبرسیمه کې شپږ تنه د دولت وسله وال مخالفين هغه مهال په بمي چاودنه کې ووژل شول، چې له يوه موندلي بم څخه يې باروت را ایستل.

ښاغلي مشرقيوال وویل، یادو وسله والو غوښتل چې له دغه موندل شوي بم څخه باروت راوباسي او په نورو بمونو کې يې وکاروي.

د دې بم د چاودنې له کبله شپږ واړه وسله وال وژل شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو ددې پيښې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.