نن په مسکوکې د جمعي امنيت تړون د ادارې له خوا د غړيو هېوادونو ترمنځ غونډه کيږي. په دې غونډه کې افغانستان د ناظر په توګه برخه اخلي.
د نننۍ غونډې موضوعات له افغانستانه د مخدره موادو قاچاق او په سيمه کې د سخت دريځۍ زياتوالی دي.
د دې تړون اصلي غړي روسيه، قزاقستان، قرغزستان، ازمنستان او بیلاروس دي.