پاکستان د ترورویم په تور نیول شوي ۵۰۰ بندیان اعدموي

پاکستان وایي، په راتلونکو دوو- دریو اونیو کي به هغه شاوخوا پنځه سوه بندیان اعدام کړي چې د ټروریزم په اړوندو تورونو بندیان دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر "چودري نثارعلي خان" دا خبره د یکشنبې په شپه وکړه.

ده وویل، د کورنیو چارو وزارت دا شمیر کسان اعدام ته برابر کړي او د بخښنې غوښتنه یې د جمهور رییس له خوا رد شوې ده.

نثار علي خان زیاته کړه، اعدامونه به په راتلونکو څو اونیو کي پیل شي. ده دغه راز وویل، د ټروریزم اړوندو قضیو کې د اعدام مهلت د پیښور د ښوونځي له حملې مخکې لغو شوی و.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف د پیښور له حملې وروسته د اعدام د مهلت لغو کیدل تصویب کړل.

پاکستان په ۲۰۰۸م کال کې د اعدام عملي کیدل ځنډولی و او په بیرته جاري کیدو یې د بشري حقونو ډلو انتقادونه کړي دي.

د اعدام د بیرته جاري کیدو له ورځې راهیسې تر اوسه شپږ تنه په پاکستان کې اعدام شوي دي.