افغان ځواکونو د کونړ په دانګام کې د طوفان په نوم پوځي عملیات پيل کړي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په دانګام ولسوالۍ کې يې د وسله والو مخالفانو د له منځه وړلو په هدف د طوفان په نوم پوځي عملیات پيل کړي دي.

د دې ولایت امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات تیره شپه پیل شول چې تر دې دمه په کې ۱۲ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اوردو قومندانۍ هم په یوه خپرپاڼه کې د دې عملیاتو یادونه کړې او ویلي يې دي چې د حکومت ۲۱ وسله وال مخالفان په کې وژل شوي دي.

په کونړ کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه روانه ده.

دا جګړه له تیرو لسو ورځو راهیسې پیل شوې چې ویل کیږي لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.