د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان پر وړاندې خپل سیاستونه بدل کړي.
د دې شبکې ویاند "سید میثم احساني" نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د پاکستان په وړاندې د افغانستان اوسنی سیاست د دې سبب کیږي چې د افغان ځواکونو څو کلنې لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د افغان پوځ لوی درستیز شیر محمد کریمي په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې افغان او پاکستاني چارواکو موافقه کړې؛ چې تروریستانو د له منځه وړلو په برخه کې به له یوه بل سره اطلاعات شریکوي. څو د پولې په دواړو خواوو کې د بل لوري له عملیاتو سره سم حمایوي عملیات پیلوي.