د چين د بهرنيو چارو وزير "وانګ اي" Wang Yi وايي؛ پيکنګ دې ته تيار دی چې له روسيې سره د اقتصادي ستونزو په ليرې کيدو کې مرسته وکړي.
د روسيې روبل روان کال د ډالرپه مقابل کې خپل ارزښت په سلو کې ۴۵ له لاسه ورکړي دي. په تيره بيا تيره اونۍ ډير راولويد.
د روسيې ولسمشرولادمير پوټين له دې ډډه کړې چې دا يو بحران وبولي او ويلي يې دي چې د روسيې پيسه به بالاخره بېرته لوړه شي.
د چين د بهرنيو چارو وزيروانګ وويل؛ که د روسيې لوري اړتيا ولري موږ به له خپلو ظرفيتونو څخه په استفادې له دوي سره لازمه مرسته وکړو. هغه يادونه وکړه چې دواړو هيوادونو تل له يوبل سره مرسته کړې ده خو په دې اړه يې زيات جزيات ورنه کړل.
د چين د بهرنيو چارو وزيرد چين رسمي ورځپاڼې ته دغه راز ويلي چې روسيه له دغه بحرانه د وتلو لپاره خپل پلانونه لري.
د روبل کمزورتيا په پام سره د چين د سوداګرۍ وزير بيا وړانديزکړي دي چې له روسيې سره د سوداګرۍ په راکړه ورکړه کې دې ډيرد چين له اسعارو کارواخيستل شي ترڅو مصونه او با اعتباره سوداګري يقيني شي.