کردي ځواکونو د اسلامي دولت ډله د عراق په شمالي ښار سنجار کې په شا تمبولې ده.
د راپورونو له مخې په دې ښار کې پرون د چاودنو او درنې نښتې آوازونه اورېدل شوي. د امریکا پوځ وايي چې پرون یې سنجار ښار او شاوخوا سیمو کې څلور هوايي حملې کړي.
د عراقي کردانو مشر مسعود بارزاني په سنجر ښار او نژدې سیمو کې له اسلامي دولت ډلې سره د کردي پېشمرګه ځواکونو په جګړه کې د یوې ستراتیژیکې بریا ادعا وکړه او ویې ویل:
"شکر د خدای موږ د ټولو لارو ولکه ټینګه کړه او د سنجر غرونو کلابندي مو ماته کړه. موږ نن د خدای شکر پرځای کوو چې ټوله سیمه مو آزاده کړه. د سنجر ښار آزادي زموږ په پلان کې نه وه، خو ومو کولای شوای چې د دې ښار یوه لویه برخه ونیسو."
په تېره اګست میاشت کې د اسلامي دولت ډلې د حملو پرمهال د یزیدي مذهبي اقلیت زرګونه پیروان له سنجر ښاره تښتېدلي وو.
نړیوال ائتلاف پرون په سنجر او شاوخوا سیمو کې د اسلامي دولت ډلې پر مرکزونو د هوايي حملو په ترڅ کې هغه ودانۍ چې دوی پکې اوسېدل او د هغو درنې وسلې او موټر ویجاړ کړل.