په کابل کې د لومړي ځل لپاره د زونو تر منځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د رسنیو برخې مسوول علي کاظمي وویل؛ په دغه سیالیو کې د افغانستان له اتو زونونو څخه اته ټیمونه ټاکل شوې دي.
ښاغلي کاظمي زیاته کړه، دغه سیالۍ د قوس پر نهویشتمه پیل شوې او د دې اوونۍ تر پایه به دوام وکړي.