یوه وسله وال په نیویارک د پولیسو دوه افسران په ډزو ووژل او وروسته یې هم ځان په خپله په ډزو وواژه.
د نیویارک د پولیسو مشروویل، د پولیسو دوه افسران په بروکلین کې په خپل موټر کې پرته له دې چې خبرداری ورکړل شي یا ولمسول شي؛ په ډزو ووژل شول.
پولیسو وویل، مشکوک بریدکونکي وروسته نژدې ترمځکې لاندې د اورګاډي یو سټیشن ته وتښتید او ځان یې په ډزو وواژه .
د نیویارک ښاروال "بیل ډي بلاسیو" وویل؛ دغه افسران د اعدام په ډول په ډزو ویشتل شوي دي.
د امریکا ولسمشربارک اوباما دغه وژنې وغندلې.
چارواکو وویل چې بریدکونکي نن د ورځې وختي په بالتیمورکې خپله پخوانۍ نجلۍ ملګري په ډزو ویشتې او ټپي کړې یې وه.
هغه وروسته ټولنیزو رسنیو ته په استولو معلوماتو کې پولیسو ته د ګواښ خبره کړې وه.
دغه وژنې په نیویارک او نورو ځایونو کې د هغو مظاهرو وروسته ترسره کیږي چې د دو تورپوستو د وژنو په دو جلا قضیو کې قضایي هیتونو دوو سپین پوستو پولیسو ته برآئت ورکړ.