کنعان: په سرپل کې د لسو ماین جوړوونکو ښځو د نیول هڅې روانې دي

په سرپل ولایت کې د هغو ۱۰ میرمنو د نیولو هڅې روانې دي چې ویل کیږي د ماینونو د جوړولو متخصصانې دي.

د سرپل د امنیې قومندانی ویاند محمد کاظم کنعان آزادی راډیو ته وویل؛ دغو ښځو د ماینونو جوړول په پاکستان کې زده کړي او د سرپل ولایت د لرې پرتو سیمو ښځې یې په دې برخه کې روزلې دی.

محمد کاظم کنعان وايي، دغه ښځې د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ په زرشال کلي کې فعالیت کوي او که هوايي قوا ورسره مرسته وکړي؛ نو دغه ماین جوړونکې به ونیسي.