په روسیه کې "الکسي نوالني" د فیس بوک پاڼې د بندېدو امر شوی

په روسیه کې د فیس بوک د هغې پاڼې د بندیز امر شوی چې خلک یې د اپوزیسیون د یوه مشر الکسي نوالني په ملاتړ مظاهرې ته رابلل.

الکسي نوالني څور ورځې وړاندې د غلا په تور محاکمه شو او د محکمې وروستۍ پریکړې په تمه دی. خو دی او پلویان يې د غلا تور د حکومت د سیاسي مخالفینو د غلي کولو لپاره د کریملین د هڅو یوه برخه ګڼي.

په روسیه کې د رسنیو د څارنې د ادارې ویاند پرون (شنبه) وویل چې د روسیې د لویې څارنوالۍ په غوښتنه؛ د فیس بوک پر دې پاڼه بندیز لګول شوی دی.

دغه چارواکي د روسیې خبري اژآنس انټرفاکس ته ویلي چې څارنوالانو د دې لپاره د فیس بوک د دې پاڼې د بندیدو غوښتنه کوله چې حکومت تر اوسه کریملین ته پر نږدې څلور لارې د پلان شوې مظاهرې د بندیز حکم نه دی کړی.

ټاکل شوې چې د جنورۍ په پينځلسمه پر الکسي نوالني د غلا په تور د محاکمې وروستي حکم اعلان شي او په همدې ورځ د روسیې د ولسمشر ماڼۍ ته پر نږدې څلور لارې د مظاهرې پلان دی.