د سعودي عربستان په دمام ولایت کې پولیسو ۴ تروریستان وژلي دي

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دمام ولایت کې د شیعه ګانو په یوه کلي (العوامیه) کې څلور تروریستان د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شول.

دا عملیات د هغو کسانو د نیولو لپاره شوي چې تیره اونۍ یې په دې کلي کې یو عسکر وژلی و.

د سعودي عربستان د کورنیوچارو د وزارت ویاند ویلي چې پرون د العوامیه په کلي کې په دې عملیاتو کې یو پولیس زخمي شوی دی.

د سعودي عربستان ډير شیعه ګان د دې هیواد په ختیځ کې چې د تیلو سترې زیرمې لري؛ اوسي او وايي چې د اکثر سنیانو په دې هیواد کې یې حقونو ته پام نه کیږي.