لاوروف: نوي بندیزونه به روسیه اړ نه باسي چې کریمیا له لاسه ورکړي

روسیې د امریکا نوي بندیزونه بې اساسه بللي او د کریمیا پر ټاپو وزمې یې پر خپل تاریخي حق ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن ویلي چې نوي بندیزونه به روسیه اړ نه باسي چې کریمیا له لاسه ورکړي. دغه وزارت وایي؛ دا سیمه د روسیې یوه تاریخي او اساسي برخه ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ له کریمیا سره د امریکایي کمپنیو او انفرادي وګړو له خوا د هر ډول موادو؛ خدماتو او ټکنالوژۍ پر صادراتو اوارداتو بندیز ولګاوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ مسکو په پام کې لري د روسیې پر وړاندې د امریکا او کاناډا د نویو بندیزونو په ځواب کې پر ځینو اقداماتو کار وکړي.

د دې وزارت ویاند الکسانډر لوکاشیف ویلي؛ مو سپارښتنه کوو چې واشنګټن او اوتاوا دې د دې ډول بندیزونو پر عواقبو فکر وکړي. موږ به د دې اقدام ځواب ورکړو.