ولسي جرګې د کابینې د معرفي کېدو په برخه کې حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی

د افغانستان ولسي جرګې د کابینې د معرفي کېدو په برخه کې حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی دی.
د دې جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي نن په عمومي غونډه کې دا خبر وکړه او ویې ویل چې که حکومت دا کار ونه کړي؛ بیا به ولسي جرګه خپله پریکړه وکړي.

ښاغلي ابراهیمي ونه ویل چې دوی به څه پریکړه کوي:

"دا وروستۍ اوونۍ ده که چیرته حکومت د راتلونکۍ اوونۍ په پیل کې موږ ته خپله کابینه معرفي نه کړه په دې اړه به خپله پریکړه کوو."

ولسي جرګې له دې مخکې هم د کابینې د ژر تر ژره معرفي غوښتنه کړې وه خو دا ځل یې یوه اوونۍ وخت ټاکلی چې نوې کابینه معرفي شي.

په عین حال کې د جمهور رییس ویاندنظیف الله سالارزي ازادي راډیو ته وویل چې حکومت په خپلې ژمنې ولاړ دی او د ولسمشر له وینا سره سم به تر یوې بلې اوونۍ کابینه معرفي شي.