د کونړ قومي مشرانو د عبدالله عبدالله له مرستیال محمد خان سره په کونړ کې وکتل

د حکومت د اجرایه رییس مرستیال محمدخان نن په کونړ ولایت کې له قومي مشرانو او دولتي چارواکو سره وکتل.

د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله ازادي راډیو ته وویل؛ له ښاغلي محمدخان سره د کونړ د بیلابیلو ولسوالیو قومي مشرانو په یوه غونډه کې خپلې ستونزې شریکې کړې.

ښاغلي جلاله وویل چې د حکومت د اجرایه رییس له مرستیال وغوښتل شول چې په کونړ کې باید د ملي اردو یوه بشپړه فرقه ځای پر ځای او د پوځیانو شمیره زیاته شي.

د حکومت د اجرایه ریاست مرستیال ښاغلی محمدخان په داسې حال کې کونړ ته تللی چې له اوو ورځو راهیسې په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان پوځیانو تر منځ جګړه روانه ده.

په دې جګړه کې تر دې دمه شاوخوا پنځوسو افغانانو ته مرګژوبله اوښتې چې پوځیان هم پکې شامل دي.

چارواکي وایي چې طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې خو شمیره یې نه ده معلومه.