پاکستان وروسته له هغې دوه تنه وسله وال مخالفین اعدام کړ چې د پیښور په یوه ښوونځې کې د سه شنبې د ورځې وژونکې حملې له امله یې بېرته د اعدام سزا نافذه کړه.
د پاکستان دولتي ټلویزیون وایي؛ دوه تنه وسله وال د جمعې په ورځ په فیصل آباد ښار کې اعدام شول.
د پنجاب ایالات د کورنیو چارو وزیر شجاع اخندزاده دا دوه تنه د ډاکټر عثمان او ارشاد محمود په نامه معرفي کړل.
د پاکستان د زندان چارواکو د جمعې په سهار ویلي وو چې ۲۳ تنه تروریستان به په څو راتلونکو ورځو کې په دار وځړول شي.
د پاکستان صدراعظم نواز شریف د پیښور په ښوونځي کې له تروریستي حملې وروسته د اعدام د سزا مهلت لغو کړ.
د جمعې د ورځې اعدامونه له ۲۰۰۸م کال راهیسې په پاکستان کې د اعدام د سزا د بیرته جاري کیدو لومړنې اعدامونه وو.