د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د هاوان په برید کې ۹ تنه ملکیان وژل شوي دي.
د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته وویل چې د دولت وسله والو مخالفينو نن د لسو بجو څخه راپه دېخوا تر دولس بجو پورې پر دولت شاه ولسوالۍ باندې هاوانونه توغولي،چې ټول بریدونه د ولسوالۍ ودانۍ شاوخوا سیمو کې د ملکي خلکو په کروندو لګیدلي.
ځواک وايي په دغو بریدونو کې یوه پيغله انجلۍ وژل شوې او د دوو میرمنو په ګډون شپږ تنه ماشومان زخميان شوي دي چې اوس تر درملنې لاندې دي.
د دولت وسله والو مخالفينو ددغو بریدونو په اړه رسنیو ته تر اوسه څه نه دي ویلي.